له امریکایانو سره د سولې له هوکړې وروسته طالبانو تخار کې ۲ روغتيايي مرکزونه تړلي

comments 0

هندوکش ــ تخار: د تخار ولايت د ولايتي شورا منشي محمداعظم افضلي وويل چې له دوه ورځو راهيسې په بهارک او خواجه غار ولسواليو کې طالبانو ۲ روغتيايي مرکزونه تړلي دي.
د خواجه غار ولسوال محمد عمر وايي چې د يادې ولسوالۍ د روغتيايي مرکز مسوولانو د طالبانو له لوري د ګواښونو له کبله د دې مرکز دروازه تړلې ده.
د بهارک او خواجه غار ولسواليو يو شمېر اوسېدونکيو زموږ خبریال ته ويلي چې د (يکشنبه) طالبانو د يادو ولسواليو د روغتيايي مرکزونو دروازې تړلي او کارکوونکيو ته يې د دننه کېدو اجازه نه ده ورکوي.
له دې وړاندې هم طالبانو د تخار دشت قلعه ولسوالۍ کې «سينا» په نوم روغتون تړلی و او طالبانو په کې خپل کسان ګمارلي وو.
نجیبه سروري

Comments