د اسلامي حزب د شوراګانو اتحاد خپل موجودیت اعلان کړو

comments 0

هندوکش ــ کابل: د حزب اسلامي افغانستان شورا ګانو اتحاد، چې د شنبې په ورځ یې خپل موجودیت اعلان کړ وايي، دغه شورا د هېڅ یو ګوند پر وړاندې نه ده رامنځته شوی بلکې هڅه کوي چې په افغانستان کې بېلابېل سیاسي ګوندونه او سیاستوال پر ځان راټول او د افغانستان خلکو او سولې ته خدمت وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د یو شمېر کورنیو رسنیو د راپورونو پر بنسټ په دې وروستیو کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان له غړیتوب نه د ده ګوند په لسګونو کادرونو خپل بېلوالی اعلان کړ.
ویل کېږي چې د حزب اسلامی افغانستان په دغو بېل شویو کادرونو کې پېژندل شوې څیرې فاروق وردک، جمعه خان همدرد، د ولسي جرګې پخوانی رييس عبدالرووف ابراهیمي، قاضي محمد امین وقاد، بشیر قانت، احسان الله ، اکبر بارکزي او داسې نور شامل دی.
جمعه خان همدرد دغه اتحاد د موجودیت د پیلېدو په پرانېسته کې ونه ویل چې د دغې اتحاد مشر څوک دی خو د یاد اتحاد غړي قاضي محمد امین وقاد وویل، د دغه اتحاد مشر جمعه خان همدرد ټاکل شوی چې پنځه مرستیالان لري.
ښاغلي وقاد وړاندې وویل: “شپږ کاله مخکې چې حکمتیار صاحب په افغانستان کې نه و، دا شورا مو جوړه کړې وه (اتحاد شوراهای حزب اسلامي افغانستان)، په دې کې افغان شموله سیاسي، قومي او جهادي بدنې دي، همدرد صاحب زمونږ مشردی.”
په ورته وخت کې د سیاسي چارو پوه ودیر صافی وايي، که دغه اتحاد د سولې، یووالي او اتفاق لپاره کار وکړي، یو مثبت ګام دی او که بېلوالی یې یوازې د ځواک د ترلاسه کولو لپاره وي، اغیز به ونه لري.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي افغانستان هم په جلا توګه فعالیت لري.
دغه حزب هم یو وخت د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان برخه وه .
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments