دفاع وزارت: د نورستان د کنتوا دره له اتو کلونو وروسته د ترهګرو طالبانو له کنټروله آزاده شوه

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د دفاع وزارت له لوري هندوکش ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دفاعي او امنیتي ځواکونو د نورستان ولایت په مرکز پارون ښار کې د “کنتوا” دره د یو لړ عملیاتو په ترسره کېدو د طالبانو له کنټروله آزاده کړه.
خبرپاڼه کې ترهګرو طالبانو ته د درانو تلفاتو ادعا شوې ده،.
اوس مهال افغان ځواکونه د “کنتوا” په دره کې بشپړ حاکمیت لري.
دفاعي او امنیتي ملي ځواکونو په روان کال کې، د یرغلیزو بریدونو په ترسره کېدو زیاتې سیمې او اراضي د طالبانو له کنټروله آزادې کړې دي.
عبید رادپور

Comments