هند استخباراتي ادارې: پاکستان په افغانستان کې زموږ پر پروژو د بریدونو پلان لري

comments 0

هندوکش ــ هند: د هند استخباراتي ادارې خبر ورکړی دی چې د دوی د پلټنو او معلوماتو له مخې د پاکستان استخباراتي اداره غواړي چې په افغانستان کې د هند پر پروژو او ماموریتونو بریدونه وکړي.
د هندي رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې د دغه هېواد استخباراتي ادارې له ډیرو پلټنو او څیړنو وروسته دا معلومات ترلاسه کړي دي چې پاکستان غواړي د لشکر طیبه او داعش ډلې پرمټ په افغانستان کې د هند په پروژو او ماموریتونو بریدونه وکړي.
سرچینه وایي، د پاکستان یاده استخباراتي ډله دا مهال په دې بوخته ده چې دغو دوو ډلو ته مهم امکانات برابر کړي څو هندي پروژې او ماموریتونه په افغانستان کې له منځه یوسي، خو دغه معلومات د برید وړاندې بېرته هندي استخباراتو ترلاسه کړي دي.
د هندي استخباراتو پر وینا پاکستان داعش او لشکر طیبه ډلو سره د امکاناتو د برابرولو ترڅنګ پټې ناستې هم کړي دی، څو منظم پلان ورکړي او په افغانستان کې په نږدې راتلونکې کې یادې طرحې د هندي پروژو او ماموریتونو پر وړاندې عملي کړي.
هندي استخباراتي ډلې د دې مهمو معلوماتو د ترلاسه کولو سره سم په افغانستان کې مېشتو هندي مشرانو او کارکوونکو ته د احتیاط سپارښتنه کړې ده، څو د یادو ډلو پلان شوي بریدونه شنډ کړي.
د هند استخباراتي ډله وایي، له دې وړاندې هم دا ډول استخباراتي معلومات دوی ترلاسه کړي وو چې ګواکې پاکستان غواړي په افغانستان کې د هندي پروژو د پلی کولو مخنیوی او په ماموریتونو یې بریدونه وکړي ،خو هغه وخت یې دا چاره عملي کېدو ته نه وه پرېښي.
د هندي چارواکو پر وینا، له دا ډول ګواښونو سره سره به بیا هم په افغانستان کې د هند پروژې روانې وي او هم به یې د یو ښه ګاونډي په توګه ماموریت شتون ولري.
په ورته مهال پرون د یاد هېواد لومړي وزیر نریندرا مودي هم افغان ولسمشر سره په خبرو کې ویلي دي چې هند د افغانستان یو ښه دوست ،بلکې یو ښه ګاونډي دې چې په هر ډول حالاتو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
بلخوا افغانان هم وایی، چې هند د افغانستان یو ښه ګاونډي دی ځکه چې د افغانستان په پرمختګ کې ښه رول لوبولی دی، خو پاکستان ته په اشارې سره وایي چې تل یې له افغانستان سره دوه مخي کړې ده او هم یې په ترهګریزو بریدونو کې د وسله والو ملاتړ کړی دی.
د یادولو ده هند هم د افغانانو خبرې تاییدوي او وایي چې پاکستان په افغاستان کې د جګړې تر شاه ولاړ دی او د یادو ترهګرو ډلو پراخ ملاتړ کوي.
وحید امان

Comments