افغان ځواکونو په لوګر کې ۱۳تنه ترهګر طالبان وژلي دي

comments 0

هندوکش ــ لوګر: د ملي اردو ځانګړو ځواکونو په لوګر ولایت کې عملیات ترسره کړي دي، چې په پایله کې یې ۱۳تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د۲۰۳ تندر قول اردو چارواکي وايي،چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې طالبانو ته د یادې مرګ ژوبلې سربیره د دوی ګن شمیر د وسلې او مهماتو زیرمې هم له منځه تللې دي.
چارواکي وايي، چې د افغان ځواکونو او نړیوال ځواکونو په هوايی مرسته یې طالبانو ته درانه تلفات اړولي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments