هندوکش ـ کابل: په لومړي ځل په افغانستان کې د آی اس ای نيول شوی برحاله افسر چې د طالبانو په لیکو کې يي فعالیت کاوو تر نيول کيدو وروسته پرون رسنیو ته وښودل شو.
الله نور نومی افسر چې د کوټې د بغرارود سیمې اوسیدونکی دی په تیرو شپږو کلونو کې د آی اس آی د طالبانو د برخې مسول وو او د پاکستان د استخباراتي ادارې د ۲۱ څانګې کارکونکی پاتې شوی دی.
د ملي امنيت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« الله نور چې په امان الله مشهور دی د تاج محمد زوی دی، مستعار نوم يي مجيد او جان محمد وو پاکستانی دی او د آی اس سره يي کار کاوو چې په څلورمه ناحيه کې نيول شوی دی.»
د خبرپاڼې له مخې:« نوموړي منلې چې په ۲۰۱۳ کال کې د آی اس ای غړی شوی دی اول د آی اس ای په ۳۱۴ اداره کې وو وروسته د ۲۱ په نوم ادارې ته راغلی، دا ادارې د افغانستان تر څنګ په ایران او هندوستان کې هم فعالیت کوي او اساسي دنده يي له طالب مشرانو ملاتړ دی.»
دوی زياتوي:« دې کس به د پاکستان له بیلابیلو سیمو د ۲۱ ادارې ته د طالب مشرانو په راوستو کې رول درلود،او په وروستۍ جلسه کې چې دا کس هم پکې وو آی اس ای د ملاهبت الله او سراج الدين حقاني په ګډون مولوي شرین د طالبانو د استخباراتو مسول،ملانقيب الله ،ملاواحد، مولوي احمدالله د صدرابراهیم د فدايانو مسول،ګوډ عبدالحی عمري او ځينې نور کسان يي رابللي وو چې د پاکستان له لوري د الله نور په ګډون ورسره کرنیل بلال پنجابي،کرنيل ناصر، مجير ذبیح الله او څو تنو نورو ناسته کړې وه.»
نوموړی وايي:« طالبانو ته آی اس آی نغدې پيسې ورکولې، وسلې به ورکول کيدې او ټپي طالب مشرانو ته به د آی اس آی په رغتونونو کې د درملنې لپاره زمينه سازي کوله.
نوموړی وايي چې د طالبانو په جامو کې يي د طالبانو په لیکو کې څو ځلې له افغان سرتیرو سره په مخامخ جګړه کې هم برخه اخيستې او په وروستیو کې د کندز او هلمند د نښتې ټول ټال مشري د نوموړي ملګرو کوله او طالبان به يوازې دآلې په توګه کارول کيدل.
ياد افسر چې د کوټې اوسيدونکی دی د هغې سيمې څخه دی چیرته چې د مولوي احمد کندهاري مدرسه پرته او د هغه په خبره دې مدرسې ته د کرنيل بلال پټ تګ راتګ وو او ځانمرګي به تر روزل کیدو وروسته د شل لکه کلدرو په بدل کې آی اس ای ته ورکول کيدل او وروسته به دوی طالبانو ته ورکول څو په افغانستان کې ترې کار واخلي.
د ويډيو لپاره لاندې کړکۍ کښيکارۍ:
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.