په کشمیر کې د هندي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښته شوې

comments 0

په کشمیر کې د هندي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه نښته شوې
هندوکش – کشمیر: د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د امنیتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه سخته نښته وشوه.
د جمو کشمیر د پولیسو ویاند مانوژ پاندیتا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د کولګام په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځه قوي نښته شوې ده .

هغه ویلي دي چې پدې نښته کې ۳ تنه بیلتون غوښتونکي او یو تن هندي سرتیری وژل شوي دي.
هغه ویلي دي چې په جمو کشمیر کې پر امنیتي ځواکونو د وروستي خونړي برید نه وروسته کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
همداشان د بیلتون غوښتونکو د مشرانو په ګډون په زرګونو تنو د کلکو امنیتي تدابیر پر خلاف مظاهره وکړه. د مظاهرې په ترڅ کې د بیلتون غوښتونکو د مشرانو په ګډون تر ۴۰۰ تنو ډیر مظاهره کوونکي نیول شوي دي.
ویاند ویلي دي چې په جمو کشمیر کې د فبروري په ۱۴ مه نیټه د امنیتي ځواکونو په کتار د ځانمرګي برید نه وروسته چې ۴۴ تنو سرتیرو پکې ژوند د لاسه ورکړی وو لس زره تنه تازه دمي ځواکونه سیمې ته راستول شوي دي.
په سیمه کې حالات ډیر زیات ترینګلي دي.
محمد حنیف بیدار

Comments