23زره افغان کډوال په تېرو درېیو میاشتو کې له پاکستان خپل هېواد ته ستانه شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، له پاکستانه هېواد ته د کډوالو په راتګ کې ډېروالی راغلی دی.
خبرپانه زیاتوي چې ، د روان میلادي کال له اپرېل میاشتې تر دې دمه لږ تر لږ 23 زره افغان کډوال له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه کمېشنري وايي، چې دوی د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره اړین تیاری نیولی دی او هر ستنېدونکي افغان ته د نورو خوراکي او ضروري توکو تر څنګ 200 امریکايي ډالره هم ورکول کېږي.
داسې حال کې ده چې همدا اوس به پاکستان کې د افغان کډوالو د ثبت او راجستر لړۍ پیل شوې ده او هغو کډوالو ته کارتونه ورکول کېږي چې په غیر قانوني توګه په پاکستان کې ژوند کوي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply