هندوکش – ننګرهار: د افغان امنیتې ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې ۲۲۰ کیلو ګرامه امونیم نایتریت ونیول شول.
بینوا ویب پاڼې نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې «د ننګرهار ولایت دور بابا ولسوالۍ ګروکو سیمه کی په یو پټن ځای د ملی امنیت موظفینو په پنځو بوریو کې ۲۲۰ کیلو ګرامه امونیم نایترین کشف او تر لاسه کړي دي».
ویب پاڼه لیکي «د معلوماتو له مخې دغه مواد د ځانمرګو واسکتونو او ماینونو په جوړولو کې د ګتې اخیستنې په موخه یادې سیمی ته راوړل شوي ول چې د افغان امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې ونیول شو».
د امونیم نایتریت په تړاو لا تر اوسه څوګ نه دې نیول شوي خو امنیتي مسولینو یې د نیولو هڅې پیل کړي دي.
دا په داسې حال کې دې چې تیره اونې هم امنیتي ځواکونو ننګرهار کې امونیم نایتریت کشف کړي ول.
فرهاد شهراني.
220 کیلو ګرامه امونیم نایتریت ونیول شول

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.