12 زره کورونه به د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې له بریښنا برخمن شي

comments 0

هندوکش – هلمند: د هلمند ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې، د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د يوې نوې شبکې د جوړېدو چارې پيل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې  ١٢ زره کورونه له برېښنا برخمن شي.

د يادې شبکې د پرانيستو په مراسمو کې د هلمند د برېښنا رييس نصرالله قانع ويلي، چې په ګرشک ولسوالۍ کې د برېښنا د دې نوې شبکې په فعاليدو سره، به د برېښنا د توليد کچه له ٣،٣ کيلوواټو، شلو کيلوواټو ته لوړه شي.

په یاده غونډه کې د هلمند د ولايتي شورا غړي ګل اغا مسلم ويلي، چې يوه ډله بايد وګومارل شي، څو د دې پروژې د چارو او کيفيت له ښه والي څارنه وکړي.

په ورته وخت کې د ګرشک ولسوالۍ اوسېدونکې د یادې پروژې له بشپړېدو هرکلی کوي او وايي چې د دوی ډېرې ستونزې به ورسره حل شي.

ننګیالۍ کوهنورد

Comments