هلمند کې ديني عالمان: افغان ځواکونه سولې ته ژمن دي

comments 0

هندوکش ــ هلمند: په هلمند ولایت کې ګن شمیر دیني عالمان وايي، افغان ځواکونو د سولې ملي پروسې د بریالي کیدو او د تاوتریخوالي په کمیدو کې خپله ژمنتیا ښودلې او مونږ هم له دوی څخه مننه کوو.
یاد ديني عالمان په وسلوالو طالبانوغږ کوي، چې د سولې په پروسه کې له بهانو اوبيځایه شرایطو ایښودلو څخه لاس په سرشئ او سوله وکړئ.
دوی په هېواد کې له ټولو ديني عالمانو وغوښتل، چې د سولې بهیر د بریالي کیدو په هدف خپل غږ پورته کړئ او ملاتړ یې وکړئ.
عبدالله اڅکزی

Comments