په ننګرهار کې د لشکر اسلام ډلې ۱۰ غړي وژل شوي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار نازیانو ولسوالۍ اړوند سيمو کې د ولسي پاڅون‌والو او لشکر اسلام ډلې تر منځ پرون ماسپښين مهال تازه نښته شوې چې په ترڅ کې یې د دې ډلې ۱۰ کسه وسلوال وژل شوي دي.
په نازیانو ولسوالۍ کې ځايي سرچينې هندوکش ته وویل، لشکر اسلام وسلوالو د جمعه د پاڅون کوونکو پر پوستو بريدونه وکړل خو وروسته د پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول.
د يادې ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشر ملک دهقان هم دا موضوع تائيدوي او وايي، دې ډلې د پاڅون کوونکو پر پوستو بريد وکړ خو د پاڅون کوونکو له لوري د مقاومت په ترڅ کې په شا وتمبول شول او ۱۰تنه جنګيالي يې هم ځای پر ځای ووژل شول.
د نوموړي په خبره نښتې تر مازدېګر پورې دوام درلود او د يو شمېر وسلوالو جسدونه هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
فرهاد شهراني

Comments