د نوماندانو نوم لیکنه پيل شوه

comments 0

جهندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان کولای شي سره له نن یانې پنجشنبې څخه نوم لیکنه پیل کړي.
تر دې وړاندې مهالویش کې د نوماندانو لپاره د نوم لیکنې ڼېټه د جدي له لومړۍ څخه تر ۱۲مې نېټې پورې وه، خو دا چې ټاکنې وځنډیدې، د نوماندانو لپاره نېټه هم بدله شوه.
اوس د ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوماندان کولای شي د جدي تر وروستۍ نېټې پورې نوم لیکنه وکړي.
د ټاکنو کمېسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د حمل یو دیرشمه نېټه اعلان کړې وه، خو اوس دا نېټه درې میاشتې وځنډیده او د سرطان په ۲مه نېټه به کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

 

Comments