خوست کې دوه ځانمرګي وژل شوي

comments 0

هندوکش خوست: د خوست د ملي امنیت ریاست وایي، د ځانګړو کشفي عملیاتو پرمهال یې دوه ځانمرګي وژلي چې د برید لپاره چمتو شوي و.

د ملي امنیت ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه لیکي چې دا عملیات د خوست اسماعیل خیلو ولسوالۍ کې شوي دي.

عملیات تېر ماښام د کشفي راپور په اساس شوي چې دوه ځانمرګي پکې وژل شوی دي.

اعلامیه لیکي چې دا بریدګر په خوست ښار کې د برید لپاره چمتو شوي و چې په وژل کیدو سره یې د ډيرو خلکو ژوند وژغوره.

خبرپاڼې د یو بریدګر نوم محمد شفیق یاد کړی چې د پکتیکا نکې ولسوالۍ اوسیدونکی او د بل شهرت تر اوسه نه دی مالوم.

عمران احمدزی

Comments