خلیلزاد: سولې لپاره متحد ټیم ته اړتیا ده

comments 0

هندوکش – کابل: د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دعوت ګوند له مشر استاد عبدالرب رسول سیاف سره ولیدل.

زلمي خلیلزاد تېره ورځ له پخواني جهادي قوماندان عبدالرب رسول سیاف سره لیدلي او د افغان سولې په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.

خلیلزاد په خپل ټوېټر لیکلي چې، یو ملي او متحد مرکچي ټیم د افغان سولې خبرو لپاره اړین دی.

تمه ده چې خلیلزاد به راتلونکې اونۍ له طالبانو سره مخامخ خبرو لپاره قطر ته ولاړ شي.

خلیلزاد په کابل کې د ولسمشر او اجرایه رییس تر څنګ له نورو بانفوذه کسانو او ګوندونو له استازو سره د سولې په پروسه خبرې کړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments