۹۸ سلنه خلک سوله غواړي

comments 0

هندوکش – کابل: په هېواد کې د یوې سروې موندنې ښیي چې اته نوي سلنه خلک تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله غواړي.

خو حکومت لومړی د قانون له مخې ولسمشریزې ټاکنې کوي او بیا به د سولې لپاره کار کوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، حکومت د بین الافغاني خبرو له لارې سولې او د قانون له لارې د ټاکنو ترسره کېدو ته ژمن دی.

خو د چارو شنونکي بیا وایي، حکومت هڅه کوي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو سره د اوسني حکومت موده وغځوي او په واک پاتې شي، هغه څه چې دوی یې د سولې لپاره خنډ بولي.

له دې سره ارګ وایي، په هیڅ صورت د طالبانو په فرمایش نظام جوړول نه غواړي.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments