هندوکش-ننګرهار: د کورنیو چارو وزارت په یوي خبرپاڼه کي چي نن پژواک خبری آژانس ته استول شوی راغلي چي: « د ننګرهار پولیسو 6250 کیلوګرامه کیمیاوی مواد چي نوعیت یی امونیم نایتریت ویل شوی دي د مارکو کلي غنې خیلو ولسوالي کې کشف او ضبط شوي دي».
د پژواک خبري آژانس په وینا یاد مواد په یو بس موتر کي ځای پرځای شوی وه چې د امنیتي ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې لاسته راغلي دي.
دا په داسې حال کې دې چې امنیتي ځواکونو یو لړ چانیز عملیات پیل کړي چې زیات شمیر لاسته راوړنې هم په تیره اوني کې درلودل.
۶۰۰۰ کیلو ګرامه کیمیاوي مواد ننګرهار کې کشف او ضبط شول.

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.