۵سوه زره ماشومان وچکالۍ زیانمن کړي

comments 0

هندوکش: یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره وايي، افغانستان کې پنځه سوه زره ماشومان د وچکالۍ له اغیزو زیانمن شوي دي.

د یونیسف راپور کې راغلي، د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې د وچکالۍ له امله یو میلیون اوسیدونکي اغیزمن شوي دي.

دا اداره وايي، دوه میلیونه نور خلک به هم په افغانستان کې په راروانو میاشتو کې د وچکالۍ د اغیزو څخه زیانمن شي.

د یونیسف د دغه راپور له مخې،په لسو ولایتونو کې، د اوبو زیرمې د شلو او دیرشو فیصدو پورې وچې شوي، د خوړو نه مصونیت او څښلو اوبو ته د خلکو نه لاس رسی زیات شوی دی.

د ملګروملتونو د ماشومانو اداره وايي، د وچکالۍ اغیزې به پر ماشومانو باندې خورا زیاتې وي، ځکه چې همدا سیمې د خورا لوړې کچې خوارځواکۍ د ستونزې سره له وړاندې مخ دي.

Comments