۲۰۳ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته تر سره شوه

comments 0

هندوکش ـ کونړ: د خېریه بنسټونو له لخوا په خاص کونړ ولسوالۍ کې د ۲۰۳ بې وزلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته تر سره شوه.
کونړ رسنیو دفتر ویلي، چې د کرونا سره د مبارزې او اړمنو کورنیو ته د مرستو رسولو په دوام د سیمه ییزې ادارې په هڅو د ماموند خیریه بنسټ له لخوا د ۱۰۰ بې وزلو کورنیو سره د لس قلمه خوراکي توکو مرسته او همدا راز د مصطفی خیریه بنسټ او یو تن بل خېرخوا کس له لخوا د ۱۰۳ بې وزلو کورنیو سره د دوه قلمه خوراکي توکو او ماسکونو مرسته ترسره شوې ده.
سرچینه وايي؛ د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د مرستو د ویش په مهال د ټولو خیريه بنسټونو له مشرانو څخه د مننې ترڅنګ ژمنه ورسره کړې، چې د بې وزلو کورنیو سره د مرسته کول به د افغان دولت ترڅنګ د ملي تجارانو او نورو خېریه بنسټونو پاملرنه ځانه رواړي .
فرهاد شهراني

Comments