۲۰۱۷ م کال له تاوتریخوالي ډک و

comments 0

هندوکش – کابل: د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ۲۰۱۷ میلادي کال په افغانستان کې له ستونزو او تاوتریخوالي ډک کال یادوي.
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، ۲۰۱۷ کال کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه وه او اوس هم د بشري حقونو خلاف کړنې دوام لري.
د دغه کمیسیون د مالوماتو په اساس، تېر کال کې ۵۰۰۰ کسان وژل شوي او د ۳۷۷۸ کسانو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو پېښې ثبت شوي.
په دوی کې د خلکو د شکنجې او له زندانیانو سره د ناوړه چلند ۱۰۰ او د جنګ په لومړیو لیکو کې د ماشومانو نه د ناوړه ګټې اخیستنې ۳۰۰ قضیې شاملې دي.
باور دا دی چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې له دې هم ډېرې دي خو د لري پرتو سیمو څخه مالومات نه راټولېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply