۲۰۱۶ کال کې ایران ، پاکستان نه د تروریزم نه ملاتړ لومړی درجه خپله کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت نه په خپور شوي خبر کې راغلي دي چې ایران په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د ترورېزم لومړی درجه ملاتړی هېواد و.
دغه وزارت چې هر کال خپل کلنې راپور خپوروي د چارشنبې په ورځ په خپور شوي راپور کې لیکل شوي دي چې ایران د حزب‎الله ډلې ملاتړی بلل شوی دی.
راپور کې دداعش ترهګړې ډلې نه هم یاودنه شوې چې یاده ډله د منځنۍ اسیا او بالکان هېوادونو لپاره جدي ګواښ بلل شوې ده.
خپور شوي راپور کې ایران په دې هم تورن شوې دې چې افغانستان کې شیعه اقلیت نه په استفاده نوموړي د سوریې او عراق جګړو ته بیایي او ورته هڅې په پاکستان کې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې امریکا لخوا ایران د ترورېزم مرستندویه او ملاتړی هېواد معرفي کړی چې اوس مهال وایي: هغه ډلې چې د امریکا او د امریکا د متحده ایالاتو لپاره ګواښ پیدا کوي، د هغوی تر شا ایران درېدلی.
د امریکا متحده ایالاتو ویانده هدر ناوئرت وايي: امریکا پر ایران د توغندیو د ازموینې لپاره بندیزونه لګولي دي او دغه هېواد یې تورن کړی دی چې له بشري حقونو څخه سرغړونې کوي.
دغه راپور کې ویل شوي دي چې تهران د حزب‎الله ملاتړی دی، د هغه چا چې د امریکا او د هغه د متحدانو لپاره یو تهدید وي نو امریکا به یې پر وړاندې غبرګون وښي.
ویل کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په ریپورت کې پاکستان هم د ترهګرو ډلو ملاتړ پو تور په لیست کې شامل شوې دې.
امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply