۱۴۵ کورنیو سره مرسته وشوه

comments 0

هندوکش – ننگرهار: ننګرهار ولايت کډوالو چارو رياست په هلو ځلو يو سلو څلويښت بې اسناده راستنو شويو کډوالو کورنيو سره د غير خوراکي توکو او نغدي مرسته ترسره شوه.
د کډوالو چارو سر پرست رئيس انجينر محمد انس بابړي د مرستې د ويش پر مهال وويل: دغه مرسته د ډي – ار – سي ادارې تر چتر لاندې دکانډا هېواد په همکارۍ ترسره شوه ، چې هرې کورنۍ ته اتلس زره افغانۍ ورکړل شوې.
نوموړي وويل: له يادې جملې څخه دري نوې کورنيو سره د غير خوراکي تو کو مرسته هم وشوه .
ده زياته کړه، چې په غير خوراکي توکو کې څلور کمپلې، سطرنجۍ او ځينې نور توکي شامل دي.
د کډوالو چارو رئيس وايي: د دوه زره اتلسم کال په اوږدو کې به دوه زره کډوالو کورنيو سره ، چې خپل هېواد ته راستنيږي هرې کورنۍ سره به اتلس – اتلس زره افغانۍ نغدې مرسته تر سره شي.
فرهاد شهراني

Comments