۱۳۹۶ مالي کال کې ملي عوایدو کې زیاتوالې راغلې

comments 0

هندوکش – کابل: تیره ورځ په یوې خبري ناستې کې چې د مالیې وزارت مرستیالانو هم شتون درلود، مالي وزیر د ۱۳۹۶ مالي کال د عوایدو بې ساري زیاتوالی او د ملې بودیجې لګښت رسنیو او د افغانستان ولس ته اعلان کړل.
یادې ناستې کې د مالي وزیر ۱۳۹۶ کال کې د ۲،۶ سلنې اقتصادي ودې ترڅنګ، د روان کال ملي عواید زیاتوالي په تړاو وویل: “ د ۱۳۹۶ مالي کال ملې بودیجې په سند کې ۱۵۲،۵ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی وو، چې موږ د مالي کال تر پایه ۱۶۹،۱۳۳ میلیارده افغانۍ را ټولې کړې. په روان کال کې د ملي عوایدو راټولو کچه ۱۶،۶ میلیارده افغانۍ، د ملي بودیجې په سند کې د ټاکل شوي هدف په پرتله ښیي چې په خپل ډول کې بې ساری دی. “
اکلیل حکیمي زیاته کړه: “ په ۱۳۹۳ کال کې د ملي عوایدو راټولو لپاره ټاکل شوی هدف ۱۲۰ میلیارده افغانۍ وو، چې د کال تر پایه ۹۹ میلیارده افغانۍ راټولې شوې. د نوي حکومت په راتلو سره په ۱۳۹۴ کال کې د بودیجې په سند کې ټاکل شوی هدف ۱۱۴ میلیارده افغانۍ وو، چې موږ وکولی شول، ۱۲۲ میلیارده افغانۍ راټولې، په همدې شان د ۱۳۹۵ کال ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولېدو هدف ۱۳۲ میلیارده افغانۍ وو او موږ وکولی شول چې ۱۶۵ میلیارده افغانۍ را ټولې کړو. “
نوموړي همداراز د پراختیایې بودیجې د لګښت په اړه وویل : “په ۱۳۹۶ مالي کال د حکومت په کچه پراختیایې بودیجه ۶۷ سلنه مصرف شوې ده چې د ۱۳۹۵ مالي کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښیې. نوموړي زیاته کړه چې مالیې وزارت د لسو هغو ادارو په سر کې دی چې ۸۵ سلنه پراختیایې بودیجه په واک کې لري چې د کال تر پایه یې خپله پراختیایې بودیجه تر ۹۴،۶۵ سلنې پورې لګولی ده. “
د نوموړي په وینا،: “ په ۱۳۹۳ کال کې د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې لګښت ۴۴٪ سلنه وو، چې د نوي حکومت په راتلو سره په ۱۳۹۴ کال کې د پراختیایي بودیجې لګښت ۵۳،۸ ٪ سلنه، په ۱۳۹۵ کال کې د پراختیایي بودیجې لګښت ۵۴٪ سلنه او په ۱۳۹۶ کال کې ۶۷٪ سلنې ته ورسېد. “
دا په داسې حال کې ده چې د یووالي حکومت منځته راتللو سره سم په تیرو دریو کلونو کې د مالي وزارت عایداتو کې بی سارې ډیروالې راغلې چې خلک یې ستاینه کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply