۱۳۰ ولسوالۍ ښځینه نومانده نه لري

comments 0

هندوکش – کابل: د وروستیو مالوماتو له مخې په پنځلس ولایتونو او یوسل او دېرش ولسوالیو کې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته هېڅ ښځې نوم لیکنه نه ده کړې.
د ټاکنو کمیسیون کمشنر سید حفیظ الله هاشمي وایي، په ځينو ولایتونو کې چې ښځو ولسوالیو شوراګانو ته نوم لیکنه کړې، کافي نه ده.
په ټاکنو کې د ښځو د پیکه ونډې ستر لامل ناامني او په ولسوالیو شوراګانو کې د امتیازاتو نشتون یادیږي.
ټینګار دا دی چې د ښځو لپاره د ولسوالیو شوراګانو د نوم لیکنې پرمهال عامه پوهاوی نه دی شوی او ځکه ډيرو ولسوالیو کې هیڅ ښځینه نومانده نشته.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments