۱۲ تنه داعش غړي د ځایي خلکو لخوا ننګرهار کی وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: پچیراګام کې ولسي وګړو ۱۲ تنه داعشیان وژلي دي.
د والي ویاند عطاالله خوګیاني وایي چې: «نښته د ځايې خلکو او داعش ترمنځ هغه مهال رامنځته شوه چې خلکو دداعش وسله والې ډلې پرپتنځایونو بړید وکړ».
د نوموړي په وینا نښته د ننګرهار ولایت په پچیراګان ولسوالې کی ترسره شوې ده چې له امله یې دو تنه ولسي وګړي شهیدان او ۱۲ تنه داعشیان وژل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د امنیتې ځواکونو ترڅنګ ځایي خلک هم د داعش ډلې پر وړاندې د ننګرهار ولایت په ولسوالیو کې مبارزه کوي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply