۱۰۸ کیلو ګرامه نشه یي توکي ونیول شول

comments 0

هندوکش – ننګرهار: د ننګرهار امنیه قومندانۍ له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې پچیر اګام ولسوالۍ کې پولیسو ۱۰۸ کیلو ګرامه نشه يي توکي نیولي دي.
د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل حضرت حسين (مشرقيوال) وايي، د پچيراګام ولسوالۍ پوليسو په دوو بيلابيلو پيښو کي (۶۲) کيلو ګرامه چرس او(۴۶) کيلو ګرامه ترياک چي يو اندازه يې په يو عراده کرولا موټر کې په ډير مهارت سره ځای پرځای شوي و کشف او ترلاسه کړي.
مشرقيوال وايي، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو دغه راز د بهسودو ولسوالۍ ميرانو په سيمه کې يوليترالکولي مشروبات هم ترلاسه کړي .
د ترلاسه شويو نشه يي توکو په تور درې تنه نيول شوي چې په ياد مديريت کې تر پوښتونو لاندې دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply