۱۰۶ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: دفاع وزارت په شمال او شمال ختیځ کې څه باندې سلو وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبره کړې ده.
دوه سوه نهه شاهین قول اردو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې دغه عملیات په بغلان، کندز او بدخشان ولایتونو کې شوي دي.
د سرچېنې په لیکنه علمیاتو کې له توپچي او هوايي ځواک هم کار اخیستل شوی دی.
سرچېنې لیکلي د بلخ چهار بولک ولسوالۍ ارزنکار کلي کې عملیاتو ۳۵ وسله وال وژلي او ۴۰ نور یې ټپيان کړي دي.
د دوه سوه نهه شاهین قول اردو له لوري همداراز ویل شوې چې د بغلان په خلازیو او بالا دوري کلیو کې یې بیا درې طالبان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.
سرچېنې دا هم لیکلي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو عملیاتو د کندز قلعه ذال او د بدخشان تشکان یې ټول ۱۶ وسله وال وژلي او لس نور یې ټپیان کړي دي.
سرچېنې عملیاتو کې خپل لور ته د مرګ ژوبلې اوښتو یادونه نه ده کړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments