۱۰۲ تنه نور طالب بندیان له څرخي پله له زندانه خوشي شوي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ولسمشر غني د یو فرمان په اساس یې ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان خوشي کړي دي.
ملي امنیت شورا وايي، چې افغان دولت له طالبانو غواړي تاوتریخوالی د راکم کړي؛ تر څو د ۱۵۰۰ بندیانو تر خلاسېدو وروسته د سولې مخامخ خبرې له خنډ پرته پیل شي.
ملي امنیت شورا زیاته وي، چې دولت د سولې د هڅو په ترڅ کې یې د ولسمشر غني له فرمان سره سم د څرخې پله له بنده ۱۰۲ تنه نور طالب بندیان خوشې کړي دي، چې ورسره د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمېر۸۵۰ تنو ته ورسېد.
افغان دولت پر طالبانو هم غږ وکړ، چې د حکومت لخوا د ورسپارل شوي لېست سره سم دې، د امنیتي ځواکونو غړي او ولسي خلک چې د طالبانو لخوا تښتوب شوي دي، بغیر له کومه شرطه خوشي کړي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، چې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د څرخي پله له زندان څخه ۹۸ نور طالبان د هغوی عمر، روغتیايي وضعیت، او د قید پاتې مودې ته په پام سره ازاد کړي دي.
نوموړی زیاتوي، په سوله کې د پرمختګ او له کرونا سره د مبارزې په هدف د زندانیانو د خلاصولو لړۍ دوام لري چې ټاکل شوې، یو شمېر نور طالب زندانیان هم ازاد شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو هم تر دا مهاله ۱۰۷ زندانیان افغان حکومت ته سپارلي چې یوازې ۵۸ تنه د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي دی.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کندز ولایت کې هم د طالبانو لخوا ۴۶ بندیان ازاد شوي چې د ملي امنیت شورا په وینا ۳۹ یې افغان امنیتي ځواکونه پاتې نور ټول ملکي وګړي وو.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments