په نمیروز کې يو تن ایرانی طالب ونيول شو

comments 0

0 Views

هندوکش – نیمروز: په نميروز کې لومړی وار يو ایرانی وګړی له طالبانو سره د لاس لرلو په تور ونيول شو.

د میوند ۲۱۵ قول اردو ویاند رضا رضایي وایې چې د نیمروز په خاشرود ولایت کې یو ایراني وګړې نیولې شوې دې.

نوموړی وايي چې ياد کس د افغان ځواکونو له لوري په عملیاتو کې نيول شوی دی.

ښاغلې رضایي آزادي رادیو ته ویلي چې نیول شوې کس حبیب الله نومیږي د ایران زاهدان  اوسیدونکی دی او  د مولوي عبدالله براهوي ډلې ته یې فعالیت کاوه.
یاده دې وي چې په وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ اړيکې ډيرې شوي دي.

ډيری شنونکي وايي چې طالبان د ایران لپاره په سويل او لويديځ کې ددې لپاره وحشتونه کوي څو د افغانستان د اوبو مديريتي چار ګډ وډ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې داسې راپورونه خپور شوي وو چې طالبان په دې هڅه کې دي ترڅو ایران په ملاتړ د کویتې شورا غور ولایت ته انتقال ورکړي.
امیر حسین سلجوقي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply