یو کس د کورنۍ ټول غړي وژلي

comments 0

هندوکش – بغلان: راپورونه وايي د مرکزي بغلان په بغلان ولسوالۍ کې یو تن د خپلې کورنۍ ټول غړي په ډزو وژلي او بیا یې ځان وژنه کړې ده.
چارواکي وايي پیښه نن سهار شوې او د ولایت چارواکو یې هم پخلی کړی دی.
په ولایت کې یوې امنیتي سرچینې ویلي دغه کس زمری نومېده او د کورنيو ستونزو له امله یې خپله میرمن، خواښې، د اوخي میرمن او میلمه وژلي دي.
سرچینه زیاتوي چې په پیښه کې څلور ښځې او یو نارینه وژل شوي دي.
د ولایت پولیس وايي د پیښې په تړاو یې خپلې پلټنې پیل کړې دي.
نجیبه سروري

Comments