یو کس د کورنۍ درې غړي وژلي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: راپورونه وایي، ننګرهار کې یو کس د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت مشرقیوال وایي، دغه پېښه  تېره شپه د پنځمې ناحیې عبدالحق مېنې کې شوې ده .

مشرقیوال وایي، یو کس خپله میرمن، پلار او ناسکه مور وژلي دي.

مشرقیوال ددغې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی یادوی او تورن کس یي هم نیولی دی.

Comments