یو پولیس خپل ملګري وژلي

comments 0

هندوکش – غور: غور کې د عامه نظم پولیسو یوه سرتیري خپل یو ملګری وژلی او درې نور يې ټپیان کړي دي.
د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايې پيښه د مرکز فیروزکوه اړوند شاتیغ پوسته کې رامنځ ته شوې ده.
هغه وايې تراوسه معلومه نه ده چې دغه سرتیري ولي خپل پرملګرو برید کړی. نوموړی وايې یاد سرتیری د پولیسو له لوري نیول شوي او څیړنې ورڅخه رواني دي .
امیر حسین سلجوقي

Comments

Leave a Reply