یوې ښځې چې بلخ کې د پاکستان پر قونسلګړې د برید هڅه درلوده نیول شوي ده

comments 0

هندوکش – بلخ: په بلخ کې امنیتي چارواکي وایي چې، یوه ښځه چې هڅه یې درلوده پرون په مزار شريف کې په خپل دستکول کې يو لاسي بمب د پاکستان قونسلګرۍ ته يوسي.
چارواکو زیاته کړې چې، دغې ښځې دا بم په دستکول کې ځاى پر ځاى کړى و.
دا په داسې حال کې ده چې ويل کیږي په بلخ کې د پاکستان قونسلګرۍ ته د ورځې ۶۰۰ کسان د ویزې د اخېستلو لپاره ورتلل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ويلي چې تر پرونۍ پېښې وروسته به يې په مزار شريف کې قونسلګري تړلې پاتې وي.
نجیبه سروري

Comments