یوې چاودنې د پاکستان پوځ ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

comments 0

هندوکش ــ پاکستان: په شمالي وزیرستان کې د سړکغاړې په چاودنه کې اته سرتېري وژل شوي او څلور ژوبل دي.
یوه حکومتي چارواکي وویل چې سرتېري د جون پر ۱۰مه د یوه بم ناکاره کولو په موخه روان ول چې د شمالي وزیرستان په تپۍ کلي کې ورباندې د سړکغاړې رېموټ کنټرول بم برید وشو.
د ده په خبره، ژوبل سرتېري د بنو کمباینډ مېلېټري هسپتال (سي اېم اېچ) ته انتقال شوي.
چارواکی زیاتوي چې تر برید وروسته سرتېرو په سیمه کې د مشکوکو وسله والو لټون پیل کړی.
د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات وکړل او وايي چې سیمه یې له وسله والو ډلو پاکه کړې، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ وایې چې د پاکستان پوځ په سیمه کې له عملیاتو مخکې ټول ترهګر او طالبان خوندي ځایونو ته انتقال کړل او عملیات یې د سیمې د خلکو پر ضد وکړل.
فروزان سیرت

Comments