یوې پيغلې ځان زندۍ کړی

comments 0

هندوکش – هرات: هرات کې یوې اولس کلنې نجلۍ ځان زندې کړی.
د حوزوي روغتون مطبوعاتي مسؤول محمد رفیق شېرزی وايې د دغه پیغلې مړی تېره ورځ ناوخته د هرات ښار د نوآباد له سیمې وروړل شوی .
هغه وايې لومړنۍ څیړنې ښیې چې دغه پېغلې ځان زندی کړی او مړی یې نن سهار د هغې کورنۍ ته تسلیم کړل شو.
نوموړی وايې د کال د پيل راهیسي دا هرات کې د ځان وژنې دریمه پېښه ده چې ثبتېږي .
د پیښې د رامنځ ته کېدو اصلي علت تراوسه نه دی څرګند شوی خو ډېری دا ډول پېښې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته کیږي
د هرات امنیتي چارواکو تراوسه په دي اړه رسنیوته څه نه دي ویلي
امیر حسین سلجوقي

Comments