یوه ملاله میوندۍ شهیده بله و زېږېده

comments 0

هندوکش ـ شمالي وزیرستان: پرون د افغانانو او په ځانګړی ډول د خبريالانو لپاره يوه د غم ډکه ورځ وه، افغانانو ورځ په داسې يوه خبر پيل کړه چې د هېواد د يوې بريالۍ او وطن دوستې خبریالې د شهادت مرګ يې واورېده.
ملالۍ ميوند د افغانانو سره یوه اشنا څېره وه، هغه د ننګرهار ولايت په یوه ځايي تلویزیون کې کار کاوه، ډېر کله یې سياسي مېزونه او بحثونه چلول او د افغان ولس درد یې له چارواکو سره شریک کاوه او پوښتنه یې ورڅخه کوله، له بده مرغه چې بې ضمیره دښمن نن همدا خبرياله په شهادت ورسوله.
د ملالۍ په شهادت لر او بر پښتون په غم کې ډوب شو، د پښتونخوا څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر هم د خپل تسليت پیغام خپور کړ، د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مخکښ غړي ګيلامان پښتين بیا تر نورو يو بل متفاوت څه وکړل او د ملالۍ د تشې د ډکولو قسم يې وکړ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی ګيلامان پښتین چې خدای ج په يوه لور نازولی دی د خپلې لور ملالۍ میوند کېښود، ده په دې هکله د فیسبوک په یوه پوست کې ليکلي دي چې نن مو يوه ملاله له لاسه ورکړه خو زه به د خپلې لور څخه همغه ملاله جوړوم.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي ګيلامان پښتین ويلي، چې دی به د خپلې لور څخه همغه د ننګرهار ملاله جوړوي، که څه هم پښتانه نور د خپلو ملاملو شهادتونه نشي زغملی خو پښتانه بيا دا خاصيت هم لري چې هېڅکله خپل دښمن ته سر نه ټيټوي.
ګيلامان پښتین د پښتنو سره ځان په دې درد کې شريک ګڼلی دی او ويلې يې دي چې دوی به د ننګرهار د ملالۍ ځای ډکوي.
روانو پېښو ته د کرښې د دواړو غاړو پښتنو غبرګونونه ښيي چې د دې قام درد او خوښي یوه ده، که پښتون دې خوا ته زيان ويني نو درد یې د پښتونخوا پښتانه هم احساسوي او همداسې کله چې هغه پلو ته کوم پښتون په غم کې وي نو ددوی طرف پښتانه يې درد خپل درد ګڼي.
ملالۍ میوند د خپل نوم د پور د ادا کولو په لاره روانه وه، هغه د پښتنو د مظلومیت اواز وه، په پښتنو یې روان ظلم نشو زغملی، د هر ظالم ظلم یې بې ډاره افشا کاوه، ملاله د پښتون ژغورنې غورځنګ هم کلکه ملاتړې وه، هغه زموږ د هغه پښتنو وروڼو چې د جابر او شریر پنجابي پوځ تر ظلم لاندې دي پوره ملاتړ کاوه.
يوه ملالۍ له دنيا ولاړه خو بله راغله، پښتانه به د خپلې خپلواکۍ، د خپل يووالي، د خپلو حقوقو او خپل اعتبار لپاره د هیڅ ډول قربانۍ څخه درېغ ونکړي.
دادان وزیري

Comments