یوه لارۍ ډوله موټر پر پلې لار یو شمېر کسان ټپیان کړل

comments 0

هندوکش – کانادا: د کاناډا پولیس په وینا، په ټورنټو ښار کې یو موټر پر پلې لار ته ننوتلی او یو شمېر کسان یې ټپیان کړي دي.
پېښه تېره ورځ د یانګ او فینچ سړکونو د تقاطع په سیمه کې شوې ده او شاوخوا ۱۰ تنه یې ټپیان کړي دي.
د کاناډا دسیمه‎ییزو رسنیو ویلي چې وروسته موټر چلوونکی نیول شوی، خو د هغه په اړه نور جزئیات نه‎دي ورکړل شوي.
یوه عیني شاهد ویلي، یوه سپینه لارۍ ډوله موټر یې لیدلی چې پیاده رو ته پورته شو او خلک یې لاندې کړل.
د دې پېښې د علت په اړه تر اوسه څه نه‎دي ویل شوي.
فکور نعیمی

Comments