یوه بله ورځ نوماندان نوم لیکنه کولای شي

comments 0

هندوکش – کابل: د ټاکنو کمېسیون وایي، د ولسمشرۍ نوماندان یوازې سبا ورځې وخت لري چې نوملیکنه وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وایي، له دغې مودې وروسته د نوملیکنې موده نه غځوي او پاتې نوماندان باید نوملیکنه وکړي.
تر دې وړاندې داسې راپورونه و چې ګنې د ټاکنو کمېسیون به یو ځل بیا د نوماندانو لپاره نوم لیکنه وغځوي.
ټاکنو کمېسیون ډاډ ورکوي چې د ولسمشرۍ له ټاکنو وړاندې به په کمېسیون کې ژور اصلاحات راولي.
تراوسه د حنیف اتمر په ګډون اته کسانو نوملیکنه کړې چې ولسمشریزو ټاکنو کې سیالۍ وکړي.
سپوږمۍ پوپلزيۍ

Comments