یوه اوونۍ کې ۱۴۸ ترهګر وژل شوي

comments 0

هندوکش – کابل: کورنیو چارو وزارت د یوې اوونۍ مالومات ښيي چې له ترهګرۍ سره مبارزه کې افغان ځواکونو په بیلابیلو ولایتونو او عملیاتو کې ۱۴۸ ترهګر وژلي دي.
له وزارت خپره شوې اعلامیه لیکي چې د دې عملیاتو په ړ کې ۵۹ نور ترهګر ټپيان شوي دي.
سرچینه لیکي چې په همدې موده کې افغان ځواکونه توانیدلي چې ۵۲ ترهګر ژوندي ونیسي او اوس په زندانونو کې دي.
له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو دغه راز په بیلابیلو عملیاتو کې ۱۱۲ کړۍ ماینونه هم کشف او ختثی کړي دي.
افغان ځواکونو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې هیڅ ځای به خوندي پاتې نه شي، تر هغې چې سوله و نه کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments