یونیسف: نیم ماشومان ښونځیو ته نه ځي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د یونیسف د تازه راپور له مخې، د جګړو، غربت او تبعیض له کبله درې اعشاریه اوه میلیونه ماشومان ښوونځیو ته لاس رسی نه لري.
د راپور له مخې د دغو ماشومانو عمر له اوه تر اولس کلو پورې ښودل شوی چې د ۲۰۰۲ کال را پدېخوا په بې سارې ډول زیات شوی.
د یونیسف راپور له مخې له ښوونځیو پاتو ماشومانو څخه شپیته سلنه یې نجونې جوړوي چې ډېری یې په هلمند، کندهار، وردګ، ارزګان او پکتیکا ولایتونو کې دي.
په کابل کې د یونیسف مشرې عادلې خدر په حکومت نیوکه کړې، چې که څه هم روان کال یې د زده کړو کال بللی، خو په دې کال کې ښوونځیو ته د ماشومانو نه تلونکو شمېر په بې سارې کچه زیات شوی.
نوموړې له افغان حکومته غوښتي چې د ماشومانو زده کړې دې په لومړیتوب کې ونیسي او په دغه برخه کې دې جدي اقدام وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments