یونیسف: ماشومان د طالبانو د جګړو قرباني دي

comments 0

هندوکش – کابل: افغان ماشومان د مخالفو وسله والو د فعالیت قرباني دي، نه د افغان امنیتي ځواکونو.
دغه خبره د کورنیو چارو وزارت د یونیسف د راپور په غبرګون کې کړې ده.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونېسف د افغان ځواکونو او مخالفو وسله ‌والو ترمنځ نښتې د افغان ماشومانو د تلفاتو لوی لامل بولي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ویلي، دوی تل ځواکونو ته ویلي چې د ماشومانو او مېرمنو د ژغورنې لپاره تر ټولو ډېره پاملرنه وکړي او په بارو یې ماشومان تر ډېره په ځانمرګي بریدونو او چاودنو کې وژل کېږي.
یونېسف په خپل تازه راپور کې لیکلي چې د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې له ۱۵۰ ډېر ماشومان وژل شوي.
طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا رسنیو ته په لېږلي پیغام کې د ماشومانو د مرګ ژوبلې پړه پر افغان دولت او بهرنیو ځواکونو اچولې ده.
مجاهد ويلي، دوی د ماشومانو او ملکیانو ژوند ته جدي پاملرنه کوي، خو د مقابل لوري په هوايي بمباریو او توغندیزو بریدونو کې تر ډېره عام خلک او ماشومان قرباني کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments