یونیسف: جګړه کې ښوونځي زیانمن شوي

comments 0

هندوکش – کابل: افغانستان کې د یونسف ادارې مالومات ښيي چې پر ښوونځیو د وسله والو بریدونه ۳ سلنه زیات شوي دي.
د یونسف تازه راپور کې ویل شوي چې ۲۰۱۸م کال کې ۱۹۲ ښوونځیو باندې بریدونه شوي دي.
دا شمېره په ۲۰۱۷م کال کې ۶۸ ښودل شوې وه چې د وسله والو له لوري ښوونځیو باندې بریدونه شوي دي.
یادې اداري اندیښنه ښودلې چې پر ښوونځیو د وسله والو بریدونه نه یواځې دا چې ماشومانو زده کړو ته زیان رسوي بلکي د ماشومانو خوبونه له منځه وړي.
یونسف اندیښنه ښودلې چې د جګړو له کبله درې اعشاریه اوه میلیونه ماشومان له دزه کړو پاتې دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments