یونما پر ټاکنیزو بهیرونو بریدونه وغندل

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یونما وايي، پر نوماندانو او ټاکنیز بهیر بریدونو دغه اداره اندېښمنه کړې ده. د یونما مشر تادامیچي یاماموتو ویلي ټاکنې د افغانانو حق دی او دوی ته باید زمینه برابره شي چې خپل رښتیني استازي وټاکي. دده په وینا پر ټاکنیزو بهیرونو او نوماندانو بریدونه د خلکو پر حقوقو او انسانیت برید دی. نوموړي پر افغان امنیتي ادارو او بهرنیو ځواکونو غږ کړی چې د افغان ملکیانو او ټاکنیزو بهیرونو په امنیت کې جدي اقدامات ترسره کړي. تادامیچي همدا راز په ننګرهار کې پرونی برید او په څو ولایتونو کې پر څو نوماندانو وسله وال بریدونه هم غندلي دي. فرهاد شهراني

Comments