یوناما: په تیر یوه میاشت کې 100 ملکي وژل شوي دي

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دایکندي ولایت کې سړک غاړې ماین چاودنه چې له امله یې ۱۴ ملکي وګړي ووژل شول په کلکو ټکو غندلې ده.
خبرپاڼه کې راغلي، یوازې په تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سړک غاړې ماین چاودنو سل ملکي وګړي وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
خبرپاڼه کاږي، له دې ډول غیرقانوني کړنو باید لاس واخیستل شي ځکه چې دا د سولې لار نه ده. د یادونې ده چې تېره ورځ د دایکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یو موټر چاودنه شوې ده چې په پایله کې یې د اته ماشومانو او درېیو ښځو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments