یوناما: ملکي وګړو ته تير مېلادي کال کې درنه مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازولي(یوناما) وايي، چې په تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د جګړې ښکيلو غاړو لخوا لس زره ملکي وکړي ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یوناما په راپور کې راغلي، چې په تېرو میلادي کالونو کې ملکې وکړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، چې پکې ۳۴۰۳ تنه ملکې وګړي وژل شوي او ۶۹۸۹ نو ر يې ټپیان شوي دي.
یوناما په ښکيلو غاړو غږ کړي چې د ملکي وګړو ته د پوره پام وکړي او د ملکي وګړو د تلفاتو مخه ونيسئ.
یوناما د ملکې اوښتو تلفاتو شمېر وسله والو طالبانو ته اشاره ده.
په داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دې ورستیو کالونو کې د وسله والو طالبانو له امنیتي ځواکونو سره جګړه،ماینونو، ځانمرګو بریدونو، جنايي جرمونو په بې سارې ډول زیات شوي او درنه مرګ ژوبله یې ملکي وکړو ته اوښتې ده.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments