یوناما له وسله والو غوښتنه کړې

comments 0

هندوکش – امریکا: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا يوناما په جګړه کې له ښکېلو خوا غوښتي ، څو په عامه ځايونو کې له بې ځایه ماین کارونې لاس واخلي ؛ ځکه دا یو قصدي عمل دی.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی، تدامیچي یاماموتو وايي د ملکي وګړو په نښه کول يو جنګي جرم او عمل دی چې د برداشت وړ نه دی.
اعلامیه لیکي ((په قصدي ډول د ملکیانو په نښه کول جنګي جرم دی او د تحمل وړ نه دی، د ملکي وګړو په منځ کې د چاودیدونکو توکو ځای په ځای کول او د ملکي وګړو قرباني د انديښنې وړ موضوع ده او باید د ملکي وګړو ژوند خوندي شي.))
یوناما د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي ، چې د ملکي وګړو او ملکي تاسیساتو قصدي په نښه کول ودروي او د دې ډول بریدونو په ترڅ کې د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره چټګ ګامونه پورته کړي.
اعلامیه لیکي (( په عامه ګڼه ګوڼه ځايونو کې د چاودېدونکو توکو اغېزې له پامه نشو غورځولای دا ډول پېښې ملکيان له نه تحمل کېدونکې زورونې سره مخامخ کوي او هغوی مجبوري چې د نورو پېښو له رامنځته کېدو په وېره کې ژوند وکړي، په ملکي وګړو بې ځايه ماين کارونه د نړيوالو اصولو نقضولو په مانا ده))
یوناما دا راپور وروسته له هغې خپروي چې په دې وروستيو کې د افغان ملکیانو د تلفاتو ګراف لوړ ښودل شوی چې لوی لامل یې ځانمرګي بریدونه او ماین چاودنې دي.
فکور نعیمي

Comments