یوناما د ټاکنو د ځنډ هرکلی کړی

comments 0

هندوکش – کابل: یوناما د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډ له پرېکړې هرکلی کړی.
یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر ويلي، د ولسمشریزو ټاکنو مخکې باید د ټاکنو کمېسیون او د دغه کمېسیون د دارالانشا ریاست له ‌خوا اصلاحات باوري شي.
یوناما ویلي، له ځنډ سره سره د ولسمشریزو ټاکنو ناسم مدیریت ورته د منلو وړ نه ده.
د یوناما دا دریځ داسې مهال خپرېږي چې د ټاکنو کمېسیون په رسمي توګه ولسمشریزو ټاکنو کې د درې میاشتني ځنډ اعلان وکړ.
ملګري ملتونه او اروپايي ټولنه د افغانستان د ټاکنو له سترو مالي او تخنیکي ملاتړ کوونکو ګڼل کېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments