یوناما د جلال اباد برید غندلی

comments 0

هندوکش – امریکا: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره یا یوناما د جلال آباد د پېښې د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه کړې.
د یوناما مرستیالې انګرېد هیدین د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره غوښتي چې ننګرهار کې پر اهل هنود د برید طرح کوونکي دې مجازات شي.
له دې سره د ملګرو ملتونو مشر، انتونیو ګوټېرس د جلال اباد برید غندلی او د جګړې له ښکېلو خواوو یې غوښتي چې ملکي وګړي دې نه په نښه کوي.
د ننګرهار ولایت مقام په خپره شوې خبرپآڼه کې ډاډ ښودلی چې د پېښې په تړاو یې هر اړخیزه څېړنې پيل کړي او پایلې به یې له خلکو سره شریکې کړي.
فکور نعیمي

Comments