یوناما د افغان سولې له پروسه ماتړ وکړ

comments 0

هندوکش –هلمند: یوناما له افغانانو غواړو چې د سولې او ښې راتلونکې لپاره سره یو شي او د سولې له روان بهیره ملاتړ وکړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي او د يوناما مشر تادامیچي یماماتو پر خلکو غږ کړی چې د سولې او ښې راتلونکې لپاره سره یو شي او د سولې پروسې ملاتړ وکړي.
تادامیچي یماماتو پرون په هلمند کې د خبرو پر مهال وویل، ملګري ملتونه غواړي چې د افغانستان په ځانګړي ډول د هلمند ښځې د سولې په راتلونکو خبرو کې په پراخه ګډون سره خپل حضور ثابت کړي.
هغه زياته کړه: «وخت ته په کتو سره ملګري ملتونه له ښځو غواړي، چې د سولې اړوند روانو هڅو کې خپل کلیدي او مهم رول ولوبوي.» له تادامیچي یماماتو سره د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما ثمر هم هلمند ته تللې وه. نوموړې هم د سولې په خبرو کې د ښځو د پراخې ونډې غوښتنه وکړه.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشرې سیما سمر وویل، ناامنیو په ټولو عرصو کې د هلمند د ښځو حضور بې خونده کړی دی. بلخوا د هلمند والي جنرال ياسين ډاډ ورکړ، چې له دې ولايت څخه به د سولې مشورتي جرګې ته ښځو ته د هغوى له ونډې سره سم حق ورکړل شي.
ننګیالۍ کوهنورد

Comments