ینس ستولتنبرګ افغانستان کې د کلمبیا له هڅو ملاتړ وښود

comments 0

هندوکس – ناټو: امریکایي رسنیو نه په خبرونو کې راغلي چې د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ تیره ورځ خبرو پر مهال بروکسل د افغان جګړې او سولې په برخه کې د کلمبیا له هڅو ستاینه وکړه.
د رسنیو د خبر پر بنسټ، نوموړي زیاته کړې؛ ‘ موږ د دې هیواد له مشرتابه غواړو چې د ګډو منافعو له امله باید دا هیواد موږ په افغانستان کې یواځې پرې نږدي، موږ به یې له داخلي حکومت سره مرستې زیاتې کړو.‘
دا په داسې حال کې ده چې دې هیواد په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې تر څو د لاتینې امریکا د یو قوي هیواد په توګه له ناټو سره یوځای شي.
کلمبیا هم خپله له ناټو خپله مرسته په مشروطه توګه منلې او د دې هیواد جمهور رئیس ‘خوآن مانوئل سانتوس‘ ویلي چې که ناټو یې په ځینو برخو کې مرسته وکړه، دوی چمتو دي خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.
ناټو داسې مهال د کلمبیا د مرستې غوښتنه کوي چې یاد اتحاد د امریکا په مشرۍ د لسګونو هیوادو په ملتیا افغانستان کې پراخ جنګي حضور لري او وخت په وخت خپل حضور د امریکا په غوښتنه پراخ او لا منسجموي.
فکور نعیمي

Comments